د ملي عمل پروګرامونو مهال وېش

د ملي عمل دويم پروګرام مهالوېش
شمېره فعالیت تطبیقوونکی بنسټ 2020 2021
Jan Feb Mar Apr May June July Aug Sep Oct Nov Dec Jan Feb Mar Apr May June July Aug
گروه کاری حکومتداری و مدیریت مالی
د کابل په شمول په ۵ کليدي ولايتونو کې د ښارواليو عوايدو راټولولو الکټرونيکي سيسټم جوړول
1 د سيسټم د بودجې او بشري ځواک اړتيا سنجونه د سِمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره او کابل ښاروالۍ
2 د سیسټم تحليل، ډيزاين او پرمختيا
3 په پنځو کليدي ولايتونو کې د سيسټم آزموينه او د ښارواليو کارکوونکيو روزنه
4 د ۵ کليدي ولايتونو په ښارواليو کې د سيسټم تطبیق
5 په ۵ کليدي ولايتونو کې د سيسټم او د هغه د کارونې بڼې په اړه عامه پوهاوی
6 د مياشتنيو او ربعوارو ريپورټونو وړاندې کول
د ملي بودجې د ترتيب بهير کې د خلکو مشارکت زياتوالی
1 د ملي بودجې ترتيب بهير کې د خلکو مشارکت لارښود چمتو کول ماليې وزارت
2 د ملي بودجې ترتيب بهير کې د خلکو مشارکت لارښود د بډاينې په موخه د اړوندو مدني ټولنې بنسټونو د نظرياتو ترلاسه کولو او په دغه سند کې د هغو ځايولو په موخه د دوو مشورتي غونډو جوړول.
3 د لارښود نهايي کول
4 د ۱۴۰۰ کال بودجې د ترتیب بهير کې د خلکو مشارکت د ټينګښت په موخه په ۱۵ ولايتونو کې د ملي بودجې ترتيب بهير کې د خلکو مشارکت لارښود تطبيق
5 د اړوندو او ليوالو مدني بنسټونو د څېړنېږو غوښتو پر وړاندې د لازمو آسانتياوو برابرول.
6 د ۱۴۰۱ کال بودجې ترتيب بهير کې د خلکو مشارکت د تأمين په موخه په ۲۰ ولايتونو کې د دغه لارښود تطبیق.
د ښارواليو بودجې په ترتيب بهير کې د خلکو مشارکت زياتوالی.
1 د ښارواليو بودجې ترتيب بهير کې د خلکو مشارکت لارښود د مسودې چمتو کول د سِمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره او کابل ښاروالۍ
2 د ښارواليو بودجې ترتيب بهير کې د خلکو مشارکت لارښود بډاينې له‌پاره د مدني ټولنې بنسټونو د نظرياتو راټولولو او په دغه لارښود کې د هغو شاملولو له‌پاره د دوو مشورتي غونډو جوړول.
3 د لارښود نهايي کول
4 د ۱۴۰۰ کال بودجې په ترتيب کې د خلکو مشارکت د تأمين په موخه د ۱۵ ولايتونو د مرکزي ښارونو ښارواليو له‌خوا د بودجې ترتيب بهير کې د خلکو مشارکت لارښود تطبیق
5 د ۱۵ ښارونو د بودجې تطبیق کې د خلکو مشارکت پايلو ارزونه او د ښاريانو د رضايت سروې ترسره کول.
6 د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې د خلکو مشارکت لارښود تطبیق ( په هر ولايت کې يوه ښاروالۍ)
د مدني ټولنې په مشارکت د سيمه‌ييزې ادارې قانون بياکتنه
1 د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې له‌خوا د مدني ټولنې په مشارکت د سيمه‌ييزې ادارې قانون د بياکتنې طرحې تسويد په موخه د يو صلاحيت‌لروونکي کميسيون جوړول. د سِمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره
2 د مدني ټولنې بنسټونو، اهل خبره او اړوندو ادارو په مشارکت د صلاحيت لروونکي کميسيون له‌خوا د سيمه‌يیزې ادارې قانون د بياکتنې طرحې تسويد.
3 د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې د سايټ له‌لارې د تخصصي نظرياتو ترلاسه کولو او درج په موخه د تقنيني سند د لومړنۍ طرحې خپرول.
4 د قانون بياکتل شوې طرحې مسوده کې د نظرياتو راټولولو او ځايولو په موخه د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې له‌خوا د دولتي ارګانونو، مدني ټولنې بنسټونو او اړوندو ادارو سره د دوو غونډو جوړول.
5 د مدني ټولنې بنسټونو، اهل خبره او اړوندو ادارو په مشارکت د عدليې وزارت د تقنين رياست اجرائيه کميټې له‌خوا د بياکتل شوې مسودې نهايي کول.
6 د تائيد او نظر وړاندې کولو په موخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابينې د قوانينو کميټې ته د ياد سند د نهايي مسودې وړاندې کول.
7 د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابينې ته د تائيد په موخه د ياد سند بياکتل شوې طرحې د نهايي نسخې وړاندې کول.
8 په ملي شورا کې د ياد قانون د بياکتل شوې طرحې تصويب.
9 د سيمه‌ييزې ادارې قانون توشيح، خپرول او انفاذ.
د سیمه‌ييزو ارګانونو ادارې په دويمي واحدونو کې د شکايتونو ترلاسه‌کولو او رسيده‌ګي د پلټنې وړ جلا الکټرونيکي سيسټم جوړول.
1 د سيسټم جوړولو په اړه اړتيا سنجونه د سيمه‌ييزو ارګانونو اداره
2 سیسټم جوړولو له‌پاره د لازمو طرزالعملونو چمتو کول
3 د معلوماتي سيسټم ډيزاين او پرمختيا
4 د کارکوونکيو روزنه او د سيسټم عموميت
5 په څلورو لويو ښارونو کې د سيسټم او د تطبیق په اړه يې عامه پوهاوی
د ښځو عالي شورا جوړول
1 د ښځو وړتيا ورکوونې اصلي شريکباڼو له‌خوا د ښځو عالي شورا جوړيدو په اړه د جمهوري رياست د فرمان مسودې چمتو کول د جمهوري رياست عالي مقام د دفتر لوی رياست
2 د جلالتمآب جمهور رئيس تر رهبرۍ لاندې د ښځو عالي شورا جوړيو په اړه د جمهوري رياست فرمان
3 د ښځو عالي شورا د غړيتوب په موخه د مدني بنسټونو د غوراوي ګډ ميکانيزم جوړول او د کابينې د جنډر او ښځو چارو کميټې، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخواليي مخنيوي عالي کميسيون او د ښځو عالي شورا درېيو بنسټونو د صلاحيتونو په اړه وضاحت.
4 د ميکانیزم تصویب
5 د ښځو عالي شورا کې د غړيتوب په موخه د ښځو وړتيا ورکوونې اصلي شريکباڼو تشخيص
6 د بين المللي او د مدني ټولنې بنسټونو غړيتوب د څارنيز رول په موخه د ښځو پر وړاندې د تاوريخوالي مخنيوي عالي کميسيون د غړيتوب د ترکيب بياکتنه او همدارنګه د دغه کميسيون د مفاداتو تطبیق کې د عالي رتبه حکومتي چارواکيو د نه همکارۍ په صورت کې د ښځو عالي شورا ته د موضوع راجع کول.
7 د ښځو عالي شورا د جوړيدو په اړه د هېوادوالو پوهاوی
د ښځو وړتيا ورکوونې ملي پلان
1 د ښځو وړتيا ورکوونې ملي پلان چمتو کولو له‌پاره د ګډې کميټې جوړول د ښځو چارو وزارت
2 د ښځو وړاندې ورکوونې اړوندو پلانونو، پاليسيو، طرزالعملونو او قوانينو د تطبيق په برخه کې ننګونو، خطرونو او زيانمنتياوو تشيخص
3 د پنځو کلونو او په کلنۍ بڼه د ښځو وړتيا ورکوونې ملي پلان مسودې چمتو کول ( بودجه، تطبيقي او څارنيز پلان)
4 د پلان له تطبیق څخه د تمې وړ پايلو او د شاخصونو ټاکل ( کلنی او ربعوار)
5 د کابينې په جنډر کمېټه او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابينې له‌خوا تأييد او تصويب.
6 د شاخصونو او تمې وړ پايلو پر بنسټ د پلان له تطبیق څخه څارنه او ارزونه ( په بعوار او کلنۍ بڼه) او د هغه د ريپورټ خپرول.
د قانون حاکميت کاري ګروپ
اطلاعاتو ته د لاسرسي ټينګښت له‌پاره د پرانيستې عدالت ميکانيزم جوړول او د دولتي چارواکيو اداري فساد قضيو د رسيدنې بهير چټکتيا.
. په عدلي او قضايي ارګانونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي طرزالعمل د تدوين په موخه د دولتي ادارو ( ستره محکمه، لويه څارنوالۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون) او مدني ټولنې بنسټونو د ګډې کمېټې جوړول. ستره محکمه او لویه څارنوالۍ
2 د ګډې کمېټې له‌خوا په عدلي او قضايي بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي طرزالعمل د مسودې چمتو کول
3 د سترې محکمې او لويې څارنوالۍ د ويب‌سايټونو له لارې د تخصصي نظريو ترلاسه کولو په موخه په عدلي او قضايي بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي طرزالعمل د لومړنۍ طرحې خپرول.
4 د سترې محکمې او لويې څارنوالۍ له‌خوا د طرزالعمل په مسوده کې د هغوی د نظريو راټولولو او ځايولو په موخه د دولتي بنسټونو، مدني ټولنې او اړوندو ادارو په ګډون د دوو مشورتي غونډو جوړول.
5 د طرزالعمل تصویب
6 په ستره محکمه او لویه څارنوالۍ کې د اطلاع‌رسونې مراجعو فعالول او د هغو تجهيز
7 اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د حکمونو مطابق د طرزالعمل تطبیق او د هغه د ريپورټ خپرول
8 د لوړپوړيو دولتي چارواکيو او دولتي چارواکيو د اداري فساد قضيو ته د رسيده‌ګي بهير چټکتيا په موخه د جزايي اجراآتو قانون کې د وړاندويل شويو مواردو له رعايت څخه څارنه او اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون له حکمونو سره سم د هغه د ريپورټ خپرول.
د څارنوالۍ د تشکيل او صلاحيت قانون د بياکتنې له لارې د څارنوالانو د ګمارنې په چارو کې د روڼتيا ټينګښت او د مدني تولنې په څارنې سره د هغه تطبیق
1 د مدني ټولنې په مشارکت د لويې څارنوالۍ له‌خوا د څارنوالۍ د تشکيل او صلاحيتونو قانون د بياکتنې طرحې د تسويد په موخه د باصلاحيته کميسيون جوړول. لویه څارنوالۍ
2 د مدني ټولنې، اهل خبره او اړوندو ادارو په مشارکت د باصلاحيته کميسيون له‌لوري د څارنوالانو ذاتي چارو کې د روڼتيا ټينګښت په موخه د بين‌المللي تجربو پر بنسټ د ياد قانون د بياکتنې طرحې تسويد.
3 د لويې څارنوالۍ ويب سايټ له‌لارې د تخصصي نظرياتو ترلاسه کولو او درج په موخه د تقنيني سند د لومړنۍ طرحې خپرول.
4 د لويې څارنوالۍ له‌خوا د قانون بياکتل شوې طرحې مسوده کې د نظرياتو راټولولو او ځايولو په موخه د دولتي ادارو، مدني ټولنې بنسټونو او اړوندو ادارو د استازيو په ګدون د دوو مشورتي غونډو جوړول.
5 د مدني ټولنې بنسټونو، اهل خبره او اړوندو ادارو په مشارکت د عدليې وزارت د تقنين رياست اجرائيه کميټې له‌خوا د ياد سند نهايي کول.
6 د تائيد او نظرغوښتنې په موخه د افغانستان جمهوري دولت د کابينې د قوانينو کمييټې ته د ياد سند نهايي مسودې وړاندې کول.
7 د تائيد په موخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابينې ته د ياد سند طرحې د نهايي نسخې وړاندې کول.
8 په ملي شورا کې د ياد قانون د بياکتل شوې طرحې تصويب.
9 د ياد قانون توشيح، خپرول او تنفيذ
10 د څارنوالۍ د تشکيل او صلاحيتونو بياکتل شوي قانون په پام کې نيولو سره د مدني ټولنې په مشارکت د څارنوالانو د ګمارنې طرزالعمل تدوين او نهايي کول.
د مدني ټولنې په پراخ مشارکت سره د اداري فساد پر ضد د مبارزې کميسيون جوړول
1 د آزاد رقابت او په قانون کې د تعريف شويو ميکانيزمونو پر بنسټ د وړتيا او جنسيتي تناسب اصل په پام کې نيولو سره د غړيتوب ترلاسه کولو له‌پاره د نوماندانو د معرفي طرزالعمل جوړول. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسیون
2 د قانون پر بنسټ د نوماندانو د نيک شهرت د تدقيق او په اړه يې د خلکو نظرياتو ترلاسه کولو په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د ويب‌سايټ له لارې د نوماندانو د ليسټ اعلان.
3 د اداري فساد قانون د حکمونو مطابق د کميسيون حداقل ۱۵ غړيو په اړه رڼه پلټنه.
4 د هغو کم له کمه ۱۵ نوماندانو له ډلې څخه چې د اداري اصلاحاتو کميسيون له‌خوا معرفي شوي، د جمهور رئيس له‌خوا د کميسيون د غړيو په توګه د ۵ هغو ټاکل.
5 د اداري فساد پر ضد د مبارزې کميسيون تجهيز او تمويل.
6 د جمهوري رياست عالي مقام د سپارښتنو تطبیق ته په پام سره د کميسيون له فعاليت څخه د سياسۍ رهبرۍ دوامداره ملاتړ.
د ذینفع مالکيت تقنيني سند تسويد او د پړاوونو بشپړول
1 د صنعت وزارت له‌خوا د مدني ټولنې په مشارکت د ذينفع مالکيت تقنيني سند د طرحې تسويد په موخه د باصلاحيت ګډ کميسيون جوړول. د صنعت او سوداګرۍ وزارت
2 د مدني ټولنې بنسټونو، اهل خبره او اړوندو ادارو په ګډون د باصلاحيته کميسيون له‌خوا ذينفع مالکيت تقنيني سند طرحې تسويد.
3 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ويب‌سايټ له لارې د تخصصي نظرياتو د ترلاسه کولو او درج په موخه د تقنيني سند د لومړنۍ طرحې خپرول.
4 د تقنيني سند طرحې په مسوده کې د نظرياتو راټولو او ځايولولو په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا د اړوندو دولتي ادارو، مدني ټولنې او اړوندو بنسټونو په ګډون د دوو مشورتي غونډو جوړول.
5 د مدني ټولنې بنسټونو، اهل خبره او اړوندو ادارو په مشارکت د عدليې وزارت د تقنين رياست اجرائيه کميټه کې د ذينفع مالکيت تقنيني سند د طرحې نهايي کول.
6 ته د تائيد او نظر غوښتنې په موخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابينې د قوانينو کمېټې د ياد سند د نهايي مسودې وړاندې کول.
7 د تأييد په موخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابينې ته د ياد سند د نهايي نسخې وړاندې کول.
8 د تقنیني سند د پړاوونو بشپړول
9 د ذينفع مالکيت تقنيني سند توشيح، خپرول او انفاذ
د مدني ټولنې په څارنې سره د روڼ سيسټم پر بنسټ د افسرانو او ساتنمنانو د تعييانو او ترفيعاتو پاليسۍ تدوين
1 د مدني ټولنې تر څارنې لاندې د افسرانو او ساتنمنانو د تعييناتو او ترفيعاتو پاليسۍ د تدوين په موخه د کورنيو چارو وزارت او مدني ټولنې بنسټونو د ګډې کميټې جوړول. د کورنيو چارو وزارت
2 د ګډې کمېټې له‌خوا د يادې پاليسۍ د طرحې تسويد.
3 دکورنيو چارو وزارت په ويب سايټ کې د نظرغوښتنې په موخه د پاليسۍ د لومړنۍ مسودې خپرول
4 د پاليسۍ په مسوده کې د نظرونو ځايولو په موخه د دولتي بنسټونو، د مدني ټولنې او بين المللي سازمانونو استازيو په ګډون د دوو مشورتي غونډو جوړول.
5 د ګډې کميټې له‌خوا د پاليسۍ نهايي کول او د کورنيو چارو وزارت له‌خوا يې تصويب.
6 د ګډې کميټې له‌خوا دپاليسۍ د تطبیق آسانتيا له‌پاره د عمل پروګرام ترتيب او نهايي کول.
7 د مدني تولنې بنسټونو په دوامدارې څارنې سره د يادې پاليسۍ تطبیق.
د تقنيني اسنادو د پړاوونو بشپړولو د تعقيت آنلاين الکترونيکي سيسټم جوړول
1 د سيسيټم جوړونې، د بودجې اړتيا سنجونې او بشري ځواک په اړه له اړوندو ادارو سره همغږي عدليې وزارت او د معلوماتو او احصائې ملي اداره
2 د آنلاين سيسټم جوړولو او کار پرمخ‌بيولو له‌پاره د کارپوه بشري ځواک ګمارنه او که چېرې out source وي، د قرارداد ورکړه.
3 د سيسټم پرمختيا له‌پاره د اړتياوو راټولول او د هغو تحليل
4 د سیسټم ډيزان او پرمختيا
5 د سيسټم ازموينه، د ادارو د کارکوونکيو روزنه او اړوندو ادارو ته د سيسټم سپارل
6 د عامه پوهاوي په موخه د سيمينار جوړول
7 د سيسټم تطبیق او هېوادوالو ته يې په اړه ريپورټ ورکول
د بشري سرچينو کاري ګروپ
د مدني ټولنې په مشارکت د روغتيايي خدماتو وړاندې کوونکيو له‌پاره د کيفيت ښه‌والي (حداقل معيارونو پرمختيا) چوکاټ چمتو کول او له دغه مرکزونو څخه منظمه او دوامداره څارنه.
1 د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو له‌پاره د ( حداقل معيارونو پرمختيا) کيفيت ښه‌والي چوکاټ چمتو کولو په موخه د عامې روغتيا وزارت او د مدني ټولنې بنستونو کارپوهانو څخه د يو ګډ کاري ګروپ جوړول. عامې روغتيا وزارت
2 د کاري ګروپ د دندو لايحې چمتو کول
3 د ګډ کاري ګروپ له‌خوا د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو له‌پاره د ( حداقل معيارونو پرمختيا) کيفيت ښه‌والي چوکاټ د مسودې چمتو کول
4 د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو له‌پاره د ( حداقل معيارونو پرمختيا) کيفيت ښه‌والي چوکاټ کې د نظرياتو راټولولو او ځايولو په موخه د مدني ټولنې غړيو سره مشورتي ناسته
5 د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو له‌پاره د ( حداقل معيارونو پرمختيا) کيفيت ښه‌والي چوکاټ نهايي کول او د عامې روغتيا وزارت مقام له‌خوا د هغه منظوري
6 د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو له‌پاره د ( حداقل معيارونو پرمختيا) کيفيت ښه‌والي چوکاټ په رڼا کې د هېواد د ۵ لويو ښارونو کم له کمه ۲۰ روغتونونو څخه د مدني ټولنې په مشارکت د څارنې لومړي پړاو ترسره کول، د ستونزو تشخيص او د مثبتو بدلونونو په موخه سپارښتنې.
7 د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو له‌پاره د ( حداقل معيارونو پرمختيا) کيفيت ښه‌والي چوکاټ په رڼا کې د هېواد د ۵ لويو ښارونو کم له کمه ۲۰ روغتونونو څخه د مدني ټولنې په مشارکت د څارنې دويم پړاو ترسره کول، د ستونزو تشخيص او د مثبتو بدلونونو په موخه سپارښتنې. له هغو روغتيايي مرکزونو څخه د ملاتړو او تصادفي(Random) څارنو سربېره چې مخکې ورته سپارښتنې شوې وې.
8
9 د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو له‌پاره د ( حداقل معيارونو پرمختيا) کيفيت ښه‌والي چوکاټ په رڼا کې د هېواد د ۵ لويو ښارونو کم له کمه ۲۰ روغتونونو څخه د مدني ټولنې په مشارکت د څارنې درېيم پړاو ترسره کول، د ستونزو تشخيص او د مثبتو بدلونونو په موخه سپارښتنې. له هغو روغتيايي مرکزونو څخه د ملاتړو او تصادفي (Random) څارنو سربېره چې مخکې ورته سپارښتنې شوې وې.
10
د درملو مارکيټونو، عمده پلرونځيو او شخصي فارمسيو څخه د منظمې څارنې او تاريخ تېرو درملو راټولو په موخه د مدني ټولنې په مشارکت د يو څارنيز چوکاټ جوړول.
1 د فارمسيو او عمده‌پلورنځيو سټاکونو څخه د ټوليزې څارنې د يو چک ليسټ پرمختيا او نهايي کولو او همدارنګه د هغو فارميسيو او سټاکونو د دوامداره او تعقيبي څارنې په موخه چې څارنه يې بشپړه شوې، د يو ډيټابس پرمختيا له‌پاره د عامې روغتيا وزارت او مدني ټولنې بنسټونو له متخصصانو څخه د يو کاري ګروپ جوړول. عامې روغتيا وزارت
2 په يوه ربعه کې د ۱۵ عمده پلورنځيو له سټاکونو او ۳۰ فارميسيو څخه څارنه او د تاريخ تېرو درملو راټولول او له منځه وړل. همدارنګه د کابل د درملو په مارکيټونو کې د حرارت درجې پر وړاندې حساسو درملو د ساتنې له معياري شرایطو څخه څارنه.
3 په يوه ربعه کې د هرات ولايت د ۱۵ عمده پلورنځيو له سټاکونو او ۳۰ فارميسيو څخه څارنه او د تاريخ تېرو درملو راټولول او له منځه وړل همدارنګه د کابل د درملو په مارکيټونو کې د حرارت درجې پر وړاندې حساسو درملو د ساتنې له معياري شرایطو څخه څارنه.
4 په يوه ربعه کې د ننګرهار ولایت د ۱۵ عمده پلورنځيو له سټاکونو او ۳۰ فارميسيو څخه څارنه او د تاريخ تېرو درملو راټولول او له منځه وړل همدارنګه د کابل د درملو په مارکيټونو کې د حرارت درجې پر وړاندې حساسو درملو د ساتنې له معياري شرایطو څخه څارنه.
5 په يوه ربعه کې د کندهار ولایت د ۱۵ عمده پلورنځيو له سټاکونو او ۳۰ فارميسيو څخه څارنه او د تاريخ تېرو درملو راټولول او له منځه وړل همدارنګه د کابل د درملو په مارکيټونو کې د حرارت درجې پر وړاندې حساسو درملو د ساتنې له معياري شرایطو څخه څارنه.
6 په يوه ربعه کې د بلخ ولایت د ۱۵ عمده پلورنځيو له سټاکونو او ۳۰ فارميسيو څخه څارنه او د تاريخ تېرو درملو راټولول او له منځه وړل همدارنګه د کابل د درملو په مارکيټونو کې د حرارت درجې پر وړاندې حساسو درملو د ساتنې له معياري شرایطو څخه څارنه.
7 له ټولې پروسې څخه د يو تفصيلي او ټوليز ريپورټ چمتو کول او له فارمسيو څخه د دوامدارې څارنې له‌پاره د مشخصو وړاندېزونو، د ژمنې تطبیق پر وړاندې شته ننګونو او زده‌کړل شويو درسونو وړاندې کول او په انځوريزه او د شمېرو په بڼه له خلکو سره د ترسره شوې څارنې د موندنو شريکول.
اکاډميکو بنسټونو، څېړونکيو، د مدني ټولنې غړيو، بين‌المللي کارپوهانو او د عامه او خصوصي سکټور استازيو په مشارکت د هېواد د کار بازار مطابق د تحصيلي نصاب بېاکتنه او پرمختيا.
1 د لوړو زده‌ کړو وزارت نصاب د همغږۍ په موخه د تحصيلي نصاب کارپوهانو، اکاډيميکو څېرو، څېړوونکيو، د مدني ټولنې غړيو، بين‌المللي متخصصانو او د عامه خصوصي سکټور بنسټونو استازيو په ګډون د ګډې کميټې جوړول. د لوړو زده‌کړو وزارت
2 د ۲۰۲۰ کال له‌پاره د تحصيلي نصابونو بياکتنې عملياتي پلان چمتو کول.
3 د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې د تحصيلي نصاب بياکتنې او پرمختيا ملي پروګرام ( کلسټرونو) له لارې د ۲۰ تحصيلي څانګو د نصاب بياکتنه او پرمختيا
4 د ۲۰۲۱ کال له‌پاره د تحصيلي نصابونو بياکتنې عملياتي پلان چمتو کول.
5 د ۲۰۲۱ کال په ترڅ کې د تحصيلي نصاب بياکتنې او پرمختيا ملي پروګرام ( کلسټرونو) له لارې د ۱۰ تحصيلي څانګو د نصاب بياکتنه او پرمختيا
6 د تحصيلي نصابونو د بياکتنې او پرمختيا ريپورټ خپرول.
له پوهنېز بهير څخه په څارنه کې د خلکو او مدني ټولنې رول پياوړتيا
1 له پوهنې څخه د څارنې په برخه کې د خلکو او مدني ټولنې د رول پياوړتيا ميکانيزم جوړولو له‌پاره د عمل پروګرام ترتيب او تنظيم. پوهنې وزارت
2 له پوهنې څخه د څارنې په برخه کې د خلکو او مدني ټولنې د رول پياوړتيا ميکانيزم جوړولو له‌پاره د پوهنې وزارت استازيو او مدني ټولنې غړيو په ترکيب د يوې ګډې کميټې جوړول
3
4 د پوهنې وزارت او مدني ټولنې ګډې کمېټې له‌خوا له پوهنېز بهير څخه د څارنې په برخه کې د خلکو او مدني ټولنې د رول پياوړتيا ميکانيزم د مسودې چمتو کول.
5 د پوهنې وزارت د ويب‌سايټ او ټولنيزو شبکو له لارې د خلکو د نظرياتو راټولولو او ځايولو په موخه د ميکانيزم د مسودې خپرول.
6 د ميکانيزم په مسوده کې د نظريو راټولولو او ځايولو په موخه د زده‌کوونکيو د اولياوو، د ښووونې او روزنې کارپوهانو او مدني ټولنې غړيو په ترکيب د مشورتي ناستې جوړول.
7 د هېواد په اتو زونونو کې د ميکانيزم ازمايښتي تطبيق ( په هر زون کې دوه ښوونځي چې يو يې د نجونو او بل يې د هلکانو وي)
EMIS د سيسټم اصلاح او پياوړتيا
1 د سيسټم پراختيا په موخه د پوهنې وزارت، د احصائې او معلومات ملي ادارې او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون له استازيو څخه د يوې ګډې کاري کميټې جوړول. پوهې وزارت او د احصائې او معلوماتو ملي اداره
2 د EMIS سيسټم لوړاوي او پياوړتيا په موخه د يو عمل پلان چمتو کول
3 د سیستم اړتيا سنجونه، تحليل او آناليز
4 د EMIS سيسټم پرمختيا او لوړاوی
5 په کابل او هرات ولايتونو کې د سيسټم آزمايښتي تطبیق
د رنګونو تشريح تطبیق شوي
د تطبیق په حال کې(له ځنډ پرته)
د تطبیق په حال کې (له ځنډ سره)
د تطبیق وخت يې پاتې دی
نېټه: د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۱۴