د قانون حاکمیت په دې معنې چې ټول هېوادوال د قانون پر وړاندې برابر او د قانون مطابق حسابورکووونکي دي.د قانون حاکميت مؤلفې له عادلانه قوانينو، حسابورکوونې، پرانيسې دولتدارۍ او د شخړو حل لهپاره د لاسرسي وړ او بې پرې ميکانيزمونو څخه عبارت دي.
د قانون حاکمیت ګروپ هدف د اړوندو پاليسيو د تدوين او تطبيق له لارې د روڼتيا لوړاوی، حسابورکوونې او عامه مشارکت څخه عبارت دی.
د دغه کاري ګروپ رهبري د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي رئیس پر غاړه ده.
زېربنا هغه اصطلاح ده، چې د ترانسپورټ، مواصلاتو او ارتباطاتو، کانالېزاسیون، اوبو او برېښنا په څېر د اقتصادي فزیکي سیستمونو د بیانولو لپاره کارېږي. معیاري زېربناوې په یوه هېواد کې د ودې او اقتصادي پراختیا لپاره اساسي شرط دی. د زېربنایي پروژو عملي کول لوړو لګښتونو ته اړتیا لري، چې معمولاً د دولتونو له لوري تمویلېږي.
د زېربناوو د انکشاف کاري ډلې موخه، د زېربنایي پالیسیو د تدوین او تطبیق له لارې د شفافیت زیاتېدل، حسابورکونه او عامه مشارکت دی. ددې کاري ډلې مشري د ا.ا.ج د فواید عامې وزارت د پلان او پالیسۍ د رئیس پر غاړه ده.
خصوصي سکتور د اقتصاد هغه برخه ده، چې د حقیقي یا حقوقي کسانو له لوري د ګټې لهپاره جوړیږی. خو د شتمنیو په تولید او کارموندنه کې يې ونډه تر عامه سکتور ډېره ده. فعال خصوصي سکتور په یوه هېواد کې د اقتصادي ودې د ماشین په څېر کار کوي.
د خصوصي سکتور د پراختيا کاري ګروپ موخه، د خصوصي سکتور اړوندو پالیسیو د تدوین او تطبیق له لارې د روڼتيا لوړېدل، حساب ورکونه او عامه مشارکت دی. د دې ګروپ رهبري د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس پر غاړه ده.
د بشري سرچېنو پراختيا د یوه هېواد په اقتصاد کې د انساني پانګې د تراکم په موخه د پانګونې په معنی ده. انساني پانګه د اقتصادي ارزښت له هغې پیمانې څخه عبارت ده، چې په اقتصاد کې د مهارت او کاري ځواک د تخصص په چوکاټ کې راڅرګندېږي. د بشري سرچېنو پراختيا پر اقتصادي ودې اساسي اغېز لري. لومړی دا چې د انساني پانګې پراختیا په اقتصاد کې مولدیت زیاتوي او د مولدیت زیاتوالی د تولید د زیاتوالي، اقتصادي ودې او د شتمنۍ د زیاتېدا لامل کېږي. دویم دا چې پر انساني ځواک پانګونه ددې لامل کېږي، چې که په یوه هېواد کې بنسټونه جوړېږي، نو اقتصادي پراختیا او هوساینه هم له ځان سره لري.
د بشري سرچېنو د پراختيا کاري ګروپ موخه، د بشري سرچېنو اړوندو پالیسیو د تدوین او تطبیق له لارې د روڼتيا زیاتېدل، حسابورکونه او عامه مشارکت دی. ددې ګروپ رهبري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بشري سرچېنو د معلوماتو مدیریت د پراختيا رئیس پر غاړه ده.
حکومتولي د عامه پاليسيو په اړه د تصميمنيونې او د هغو د عملي کولو بهیر ته ویل کېږي. حکومتولي هغه مهال په ښې دولتدارۍ بدلېدای شي، چې د دولتونو د پرېکړو بهیر لاندې ځانګړنې ولري:
لومړی: د پرېکړو بهیر ولسمحوره وي؛
دویم: د پرېکړو بهیر روڼ وي؛
درېیم: حکومت خلکو ته د خپلو پرېکړو حساب ورکړي؛
څلورم: پرېکړې د هېواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې ترسره او عملي شي.
ددې کاري ګروپ موخه د حکومتولۍ اړوندو پالیسیو د تدوین او تطبیق له لارې د روڼتيا، حسابورکونې او عامه مشارکت زیاتېدل دي. د حکومتولۍ او مالي مدیریت کاري ګروپ مشري د مالیې وزارت د سکتوري پالیسیو او څارنې د رئیس پر غاړه ده.
د کرنې پراختیا اقتصادي پراختیا ته د رسېدو لهپاره لومړنی ګام دی. ټولو پرمختللو هېوادونو دغه پړاو تېر کړی دی. په افغانستان کې هم د اقتصادي پراختیا لهپاره دکرنې پرمختګ له دوو اړخونو د ارزښت وړ دی:
۱. افغانستان پرېمانه ځوان کاري ځواک لري، خو ډېری یې د سواد له ټېټې کچې څخه ځورېږي او غیر مسلکي دی، چې له وړتياوو څخه يې د اقتصادي ارزښتونو په تخلیق کې ډېره کمه استفاده کېږي. په اوسنیو شرایطو کې کرنه یوازینی سکتور دی، چې کولی شي د خلکو ژوند په ښهوالي او د کارموندنې په برخه کې اغېزناک واقع شي.
۲. د کرنې پراختیا د افغانستان په کلیو کې د خلکو د ژوند کچه او هوساینه لوړوي او د کډوالۍ مخنیوی کوي.
د دې کاري ګروپ موخه د کرنې او د کلیو پراختیا اړوند پالیسیو د تدوین او تطبیق له لارې د روڼتيا، حسابورکونې او عامه مشارکت لوړېدل دي. ددې ګروپ رهبري د کلیو بیارغاونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسي رئیس پر غاړه ده.
د سولې، امنیت او بيايوځای کيدنې درې واړه مفهومه نږدې اړیکې سره لري. سوله د شخړو د نشتوالي او د ټولنیزو او سیاسي ډلو ترمنځ له تاوتریخوالي څخه د خوندیتوب په معنی ده. امنیت له ګواښ او برید څخه د فراغت او له احتمالي خطرونو سره د مقابلې په معنی دی. بیا یو ځای کیدنه هغه بهیر دی، چې په هغه کې د یوې ټولنې غړي د خبرو اترو او سولهيېزو اړیکو د تداوم له لارې په سولهيېز ډول مشارکت کوي. د افغانستان په بېوزله او جګره ځپلې ټولنه کې د سولې، امنیت او بيايوځای کيدنې مفاهیم ځانګړی ارزښت لري.
ددې کاري ګروپ موخه د سولې، امنیت او بيا يوځای کيدنې پالیسیو د تدوین او تطبیق له لارې د روڼتيا، حسابورکونې او عامه مشارکت رامنځته کول دي چې رهبري يې د ملي امنیت شورا د پلان او پالیسۍ رئیس پر غاړه لري.