د ښځو وړتيا ورکوونې ملي پلان چمتو کولو له‌پاره د ګډې کميټې جوړول

۲۱ کب ۱۳۹۸

د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت د ملي عمل دويم پروګرام کې د ښځو چارو وزارت ژمنه د ښځو د وړتيا ورکوونې ملي عمل پلان چمتو کول دي چې د تطبیق له‌پاره يې پنځه فعاليتونه په پام کې نيول شوي. د دغو فعاليتونو لومړی هغه د ښځو وړتيا ورکوونې ملي پلان چمتو کولو له‌پاره د ګډې کميټې جوړول دي.

له همدې امله د دغه فعاليت د تطبیق په موخه د روان ۱۳۹۸ کال د کب ۲۱ مه د چهارشنبې په ورځ د اړوندو دولتي ادارو د پلان او پاليسۍ رئيسانو او استازيو او د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ ټولګې د عمومي فورم غړيو د مدني ټولنې بنسټونو د استازيو په ګډون د ښځو چاور وزارت د کنفرانسونو په تالار کې غونډه جوړه شوه.

لومړی د ښځو چارو وزارت مسلکي او پاليسۍ مرستيالې آغلې سپوژمۍ وردک د ملي عمل دويم پروګرام کې د ياد وزارت د ژمنې او جنسيتي عدالت ته په رسيدو کې د هغه د رول په اړه خبرې وکړې.

آغلې وردک همدارنګه د افغان ښځو له‌پاره د ملي کاري پلان( نپوا) د تحليل او جنسيتي عدالت ته د رسيدو له‌پاره د يو ټوليز او ټول شموله پروګرام د تدوين په موخه د ښځو د نظرياتو، ستونزو او وړاندېزونو اوريدو په موخه د هېواد په ۵ زونونو کې د کنفرانسونو او سمپوزيمونو جوړيدو  په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

له هغه وروسته د افغان ښځو له‌پاره د ملي کاري پلان( نپوا) او د ښځو د وړتيا ورکوونې ملي پروګرام د تدوين له‌پاره وړاندېز شويو شاخصونو د تحليل په موخه پريزنتيشن وړاندې شو. ورپسې د ګډونوالو له بحثونو او وړاندېزونو وروسته د افغان ښځو وړتيا ورکونې ملي پلان د تدوين ګډه کمېټه جوړه شو.

غونډه آغلې سپوږمۍ ورک په جمع‌بندۍ سره پایته ورسيده.