د ياد وزارت له‌خوا د مدني ټولنې بنسټونو او اړوندو دولتي ادارو په مشارکت د ذينفع مالکيت تقنيني سند طرحې د تسويد او پړاوونو بشپړولو په موخه د باصلاحيته ګډ کميسيون جوړول

۷ کب ۱۳۹۸

د ذینفع مالکیت تقنیي سند طرحې د تسويد په موخه ګډ کميسيون جوړ شو
د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ د ملي عمل دويم پروګرام کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت ژمنه د ذينفع مالکيت تقنيني سند طرحې تسويد او د پړاوونو بشپړول دي.

د دغې ژمنې له‌پاره ۹ فعاليتونه په پام کې نيول شوي چې لومړی هغه يې د ياد وزارت له‌خوا د مدني ټولنې بنسټونو او اړوندو دولتي ادارو په مشارکت د ذينفع مالکيت تقنيني سند طرحې د تسويد او پړاوونو بشپړولو په موخه د باصلاحيته ګډ کميسيون جوړول دي.
له همدې امله د دغه فعاليت د تطبیق په موخه د روان ۱۳۹۸ کال د کب په ۷ مه د چهارشنبې په ورځ د اړوندو دولتي ادارو او د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ ټولګې د عمومي فورم غړيو مدني ټولنې بنسټونو د استازيو په ګډون د سوداګرۍ او صنعت وزارت په سوداګرۍ معينيت کې غونډه جوړه شوه.

په غونډه کې لومړی د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سوداګرۍ مرستيال ښاغلي عبدالکريم ملکيار په ملي عمل دويم پروګرام کې د ياد وزارت ژمنې په اړه معلومات ورکړل او دغه چاره يې د اداري فساد او مافيايي فعاليتونو په مخينوي کې مهمه وبله. نوموړي په دې برخه کې د مدني ټولنې بنسټونو او اړوندو ادارو مرسته اړينه وبلله او د هغوی د هر اړخېزې همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
په پايله کې د غونډې ګډونوالو له هر اړخيزو بحثونو وروسته د سوداګرۍ او صنعت وزارت، اړوندو دولتي ارګانونو او د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت ټولګې د عمومي فورم غړيو مدني ټولنې بنسټونو په ترکيب ګډ باصلاحيته کميسيون جوړ شو.
غونډه د ښاغلي عبدالکريم ملکيار له خوا په جمع‌بندي سره پايته ورسيده.