د تقنيني سندونو د پړاوونو بشپړولو د تعقيب الکټرونيکي سيسټم

۳۰ سلواغه ۱۳۹۸

د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت د ملي عمل دويم پروګرام کې د عدليې وزارت اړونده ژمنه د تقنيني سندونو د پړاوونو  بشپړولو د  تعقيب الکټرونيکي سيسټم جوړول دي. د دغې ژمنې د تطبیق له‌پاره ۷ فعاليتونه په پام کې نيول شوي چې لومړی هغه يې د سيسټم جوړولو او بودجې او انساني ځواک د اړتيا سنجونې په اړه له اړوندو ادارو سره همغږی ده.

د دغه فعاليت د تطبیق په موخه نن چهارشنبنه د ۱۳۹۸ کال د سلواغې په ۳۰مه د عدليې وزارت د مالي او اداري چارو  معينيت کې غونډه جوړه شوه.

په پيل کې د عدليې وزارت مالي او اداري معين ښاغلي سيدمحمد هاشمي د خپل وزارت اړوندې ژمنې او د تقنيني سندونو د پړاونو بشپړولو قانون په سم او اغيزناک تطبیق باندې يې پر اغېزو خبرې وکړې. ورپسې د تفنيني سندونو د پړاوونو بشپړولو سيسټم بېلګه نندارې ته وړاندې شوه.

له هغه وروسته د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتي سيسټمونو د انسجام او پرمختيا رياست مرستيال ښاغلي بهادر هلالي د دواړو ادارو ( عدليې وزارت او د احصائې او معلوماتو ملي اداره) د ګډ کار څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

بالاخره پرېکړه وشوه څو د سيسټم له پرمختيا وروسته دې د اړوندو ادارو او مدني ټولنې بنسټونو ترمنځ غونډه جوړه شي، څو ګډونوال د سيسټم په اړه خپل اصلاحي نظريات وړاندې کړي.

همدارنګه د عدليې وزارت د معلوماتي ټيکنالوژۍ آمريت د احصائې او معلوماتو ملي ادارې په تخنيکي همکارۍ د تقنيني سندونو د پړاونو بشپړولو د تعقيب الکټرونيکي سيسټم د پرمختيا مسووليت پر غاړه واخيست.

غونډه د اړوندو فعاليتونو په اړه د ښاغلي هلالي په جمع‌بندي سره پایته ورسيده.