عدلي او قضايي بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي طرزالعمل د تدوين په موخه د دولتي ادارو او مدني ټولنې بنسټونو غړيو په ترکيب د يوې ګډې کميټې

۲۷ سلواغه ۱۳۹۸

د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت د ملي عمل دويم پروګرام کې د افغانستان سترې محکمې اړونده  ژمنه اطلاعاتو د لاسرسي او د دولتي او لوړ پوړيو دولتي چارواکيو د فساد قضيو ته د رسيده‌ګي بهیر چټکتيا له‌پاره د پرانيستې عدالت ميکانيزم جوړل دي. د دغه فعاليت د تطبیق له‌پاره ۸ فعاليتونه په پام کې نيول شوي چې لومړی هغه يې په عدلي او قضايي بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي طرزالعمل د تدوين په موخه د دولتي ادارو او مدني ټولنې بنسټونو غړيو په ترکيب د يوې ګډې کميټې جوړول  دي.

 

له همدې امله د دغه فعاليت ترسره کولو په موخه نن  د ۱۳۹۸ کال د  سلواغې په ۲۷ مه  د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي رياست کې د اړوندو دولتي ادارو او مدني ټولنې بنسټونو په ګډون غونډه جوړه شوه.

 

د غونډې په پيل کې سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي رئيس ښاغلي نثاراحمد ملکزي او د حقوقي او قضايي مطالعاتو رياست سرپرست ښاغلي احمد فهيم قويم ګډونوالو ته د اړوندې ژمنې په اړه د  ترسره شويو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او ورپسې ګډونوالو د موضوع په اړه خپلې نظريات او وړاندېزونه مطرحه کړل.

 

په پايله کې د دولتي ادارو او مدني ټولنې بنسټونو په ترکيب د جوړې کميتې غړي مشخص شول.