د روغتيايي خدماتو د اعتبار ورکوونې ملي ادارې د رهبرۍکميټې لومړنۍ غونډه نن

د روغتيايي خدماتو د اعتبار ورکوونې ملي ادارې د رهبرۍ کميټې لومړنۍ غونډه نن د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۳۱مه، د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدماتو مرستيال ښاغلي فدامحمد پيکار په مشرۍ جوړه شوه.

په پام کې وه چې په دې غونډه د اعتبار ورکوونکې ملي ادارې د رهبري کمېټې په کاري طرزالعمل، نوم او لوګو باندې رأيه اچونه وشي، خو له بحثونو وروسته د کميټې غړي په دې اړه کومې پرېکړې ته ونه رسيدل او وروستۍ پرېکړه د رهبرۍ کمېټې بلې غونډې ته وځنډول شوه.

په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه څو په نېږدې راتلوونکې کې دې د رهبرۍ کميټې بله غونډه راوبلل شي.

غونډه د ښاغلي ډاکټر پيکار له‌خوا په نتيجه ګيرۍ سره پایته ورسيده.