د پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت ټولګې د عمومي فورم غونډه جوړه شوه

۲۵ کب ۱۳۹۹

د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت ټولګې د عمومي فورم غونډه د روان ۱۳۹۹ کال د کب په ۲۵ مه نېټه د جمهوري رياست عالي مقام د دفتر لوی رياست د پاليسۍ، تفتيش او پلټنې مرستيال او د عمومي فورم د رئيس ښاغلي ابراهيم تميل په مشرۍ  او د ژمنه‌لروونکيو ادارو استازيو او د مدني ټولنې غړيو په ګډون جوړه شوه.

دغه غونډه چې د جمهوري رياست د ارګ په سنګي مانۍ کې جوړه شوې وه، په پيل کې ښاغلي محمد ابراهيم تميل د غونډې برخه‌والو ته په ښه‌راغلاست ويلو سره د ملي عمل دويم پروګرام د ژمنو د تطبيق څرنګوالي په اړه لنډ معلومات ورکړل او په دې برخه کې  يې د اړوندو ادارو  له هڅو او د مدني ټولنې اړوندو بنسټونو له همکارۍ څخه مننه وکړه.

ورپسې د ژمنه‌لروونکيو ادارو استازيو په وار سره د خپلو اړوندو ژمنو د تطبيق څرنګوالي په اړه ريپورټونه وړاندې کړل چې په اړه يې د مدني ټولنې بنسټونو غړيو خپل نظريات او وړاندېزونه مطرحه کړل.

د غونډې په بله برخه کې د پرانيستې دولت‌دارۍ اوونۍ د لمانځنې طرحه بحث ته وړاندې شوه چې هر کال د مې مياشتې له ۱۷ څخه تر ۲۱نېټې پورې د پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت غړيو هېوادونو له‌خوا لمانځل کېږي. چې په شانداره توګه د دغې اوونۍ د لمانځنې  او د طرحې بډاينې په اړه هم رغانده نظرونه وړاندې شول.

د يادونې ده چې د پرانيستې دولت‌دارۍ اوونۍ د لمانځنې طرحه د پرانيستې دولت‌دارۍ سکرتريت له‌خوا چمتو شوې چې د نظرياتو ترلاسه کولو له‌پاره  به د برښنالیک له لارې د پراڼيستې دولت‌دارۍ مشارکت ټولګې فورم له‌ غوړيو سره شريکه شي.