«د افسرانو او ساتنمنانو د تعييناتو او ترفيعاتو پاليسۍ» د نهايي کولو په موخه مشورتي غونډه جوړه شوه

۱۱ کب ۱۳۹۹

«د مدني ټولنې بنسټونو په څارنې د روڼ سيسټم پر بنسټ د افسرانو او ساتنمنانو د تعييناتو او ترفيعاتو پاليسۍ» د نهايي کولو په موخه د روان ۱۳۹۹ کال د کب په يوولسمه نېټه مشورتي ناسته ترسره شوه.

دغه غونډه چې د کورنيو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ عمومي رئيس په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه وزارت د دفتر رياست حقوقي مشاوريت استازي ښاغلي عتيق‌الله شاهين او د پرانيستې دولت‌دارۍ سکرتريت او مدني ټولنې بنسټونو استازيو هم په‌‌کې ګډون کړی وو.

په پيل کې ښاغلي محمدباقر ملتیار د هغو بدلونونو په اړه چې د ۱۳۹۹ کال د مرغومې د ۱۴ نېټې غونډې د نظرياتو پر بنسټ د پاليسۍ په مسوده کې راغلي وو، معلومات وړاندې کړل.

ورپسې ګډونوالو د مسودې پر متن هر اړخيز بحثونه وکړل او په اړه يې اصلاحي نظريات وړاندې شول. په پايله کې پرېکړه وشوه چې د کورنيو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ عمومي رياست دې د ګډونوالو نظرياتو له ځايولو وروسته د مسودې نهايي متن د برښناليک له لارې د اړوندې کاري کميټې له غړيو شريک کړي څو يې راتلوونکيو پړاوونو ته لار هواره شي.

د يادونې ده چې غونډه کې د پرانيستې دولت‌دارۍ سکرتريت استازيو « د مدني ټولنې بنسټونو په څارنې د روڼ سيسټم پر بنسټ د افسرانو او ساتنمنانو د تعييناتو او ترفيعاتو پاليسۍ» ژمنې پر ځنډ خپله اندېښنه څرګنده کړه او د کورنيو چارو وزارت له اړوندو چارواکيو څخه يې د دغې ژمنې د تطبيق چارو د لاچټکتيا غوښتنه وکړه.