د جمهور رئیس غنی په مشرۍ د ښځو عالي شورا لومړۍ غونډه جوړه شوه

۱۰ کب ۱۳۹۹

د افغانستان د ملي عمل پروګرام مهالوېش سره سم د ښځو عالي شورا لومړۍ غونډه د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ۱۳۹۹ کال د کب په لسمه  په ارګ کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د هیواد لومړۍ مېرمن له جمهور رئیس څخه د ښځو عالي شورا د جوړېدو له امله په مننې سره وویل: د دې شورا تشکيل دا ثابتوي چې دولت د ښځو ملاتړی دی او د دې ستر ګام په اخیستو سره د تصمیم‌نيونې په کچه هغوی ته د پرمختګ زمینه برابروي.

ورپسې د ښځو چارو وزارت سرپرستې د ښځو عالي شورا په اړه معلومات ورکړل او د یادې شورا د فعالیت څرنګوالي په اړه یې له افغان ميرمنو سره د مشورتي غونډو په اړه خپل ريپورټ له جلالتمآب جمهوررئیس سره شریک کړ.

نوموړې زیاته کړه، د ښځو عالي شورا د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام د ۲۲/۵/۱۳۹۹ نېټې د (۵۵) ګڼې فرمان پر بنسټ په ټولنيزو، اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او حقوقي برخو کې د ښځو ستونزو د حل په موخه جوړه شوه.

وروسته د ولایتونو د ښځو په استازیتوب آغلې سارا سیرت د ښځو عالي شورا د غونډو اجنډا په اړه د ښځو نظریات او وړاندېزونه وړاندې کړل.

وروسته د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام چارو ریاست مرستیال  غونډې ته د شورا کاري کړنلارې په وړاندې کولو سره وويل چې د دغې شورا کاري طرزالعمل په ۴ څپرکو او ۲۸ مادو کې د څو غونډو په ترڅ کې د ښځو چارو وزارت سره په همغږۍ، د هیواد لومړۍ مېرمن دفتر او عدلیې وزارت د ګټورو نظریاتو او مشورو پر بنسټ ترتیب شوی دی.

جمهوررئیس د غونډې دګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته، حاضرینو ته د ښځو عالي شورا د لومړۍ غونډې ترسره کېدو مبارکي ورکړه او دا یې لوی ویاړ وباله. نوموړي زياته کړه: دا چې افغان ښځې اوس خپله استازولي کوي، د دې لامل ګرځي چې غږ یې هره ورځ لا زيات رسا شي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، په تېر کې د ښځې پر دویم رول تمرکز وو، خو نن له نارینه‌وو سره د مساوي حقونو لرونکي وګړيو په توګه د  هغوی پر کلیدي رول ټینګار کېږي چې دا په‌خپله د هیواد د اساسي قانون مسلم اصل دی.

ورپسي د اجنډاء مطابق د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معین د سولې بهیر کې د ښځو د اقداماتو مسير او د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال د اجتماعي سولې ټينګښت څرنګوالي طرحه وړاندې کړه.

د يادونې ده چې د ښځو عالي شورا د پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت د ملي عمل دويم پروګرام يوه اساسي ژمنه وه، چې څه موده مخکې د جلالتمآب جمهور رئيس د فرمان پر بنسټ تشکيل شوه.