د ملي سترخوان پروګرام کې د روڼتيا او حساب‌ورکوونې ټينګښت طرحې د تطبيق په موخه د همغږۍ غونډه

۲۳ مرغومی ۱۳۹۹

د ملي دسترخوان پروګرام په تطبيق کې د روڼتيا او حساب‌ورکوونې طرحې د تطبيق په موخه د همغږۍ دغه غونډه  د روان ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۲۳ مه نېټه د جمهوري رياست عالي مقام د دفتر لوی رياست د پاليسۍ، تفتيش او پلټنې مرستيال ښاغلي محمد ابراهيم تميل په مشرۍ او د  کليو بيارغاونې او پرمختيا وزارت، د ملي تدارکاتو ادارې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون، د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې،  کابل ښاروالۍ او د پرانيستې دولت‌دارۍ سکرتريت  استازيو په ګډون د جمهوري رياست په ارګ ماڼۍ کې جوړه شوه.

په پيل کې ښاغلي محمد ابراهيم تميل ګډونوالو ته په ښه‌راغلاست ويلو سره د ملي دسترخوان پروګرام په تطبيق کې د روڼتيا او حساب‌ورکوونې د ټينګښت طرحه بحث ته وړاندې کړه او د پرانيستې دولت‌دارۍ سکرتريت د رڼو اطلاعاتو آمرې آغلې معصومه حيدري د يادې طرحې په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل چې د ګډونوالو له‌خوا له هر اړخيزو بحثونو او رغانده نظرياتو وړاندې کولو وروسته ياده طرحه تأييد شوه.

په پايله کې پرېکړه وشوه چې اړوندې ادارې دې د افغانستان اسلامي جمهوري دلوت عالي مقام د تأييد شوې طرحې مطابق اقدام وکړي او د پرانيستې دولت‌دارۍ سکرتريت به د طرحې له تطبيق څخه په دوامداره توګه د جمهوري رياست عالي مقام ته خپل ريپورټ وړاندې کوي.