د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت په دولت کې دننه او بهر د اصلاحغوښتوونکيو يوه اداره ده چې هڅه کوي څو هېوادوالو ته د دولتي خدماتو په څرنګوالی کې بدلون راولي.
په ۲۰۱۱ کال کې د دولت راهبران او د مدني ټولنې مدافعان سره راټول شول څو په فرد پورې منحصر مشارکت رامنځته کړي ـ داسې مشارکت چې ټولو ځواکمنو ځواکونو ته له يوبل سره تړاو ورکړي او حسابورکوونکې، ځواب ويوونکې او ټول شموله دولتداري ترويج کړي.
۷۹ هېوادونه او يو زيات شمېر سيمهييز حکومتونه چې له دوه ميليارده زیات نفوس څخه استازولي کوي، د مدني ټولنې له زرګونو اداراو سره يوځای د پرانيستې دولتدارۍ د مشارکت غړيتوب لري.
موخه:
د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د نړۍ په کچه په دولت کې دننه او بهر اصلاحغوښتوونکيو ته يوه کړنلاره ( پلت فورم) رامنځته کوي څو له نوې ټيکنالوژۍ څخه په استفادې د روڼتيا لوړونې، د ولسونو وړتيا ورکوونې، د دولتونو د حسابورکوونې او عامه مشارکت له لارې د دولتونو د پياوړتيا نوښت ترويج کړي.
ليدلوری:
د پرانيستې دولتدارۍ ليدلوری دا دی چې لازيات هېوادونه د ولسونو مشارکت لهپاره د روڼتيا، حسابورکوونې او عامه پاليسيو د تدوين او تطبیق لهپاره ګام پورته کړي او د عامه خدماتو وړاندې کولو په کميت او کيفيت کې ښهوالی راشي.
کاري ګروپونه
د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت خپلو موخو ته د رسيدو لهپاره په لاندې شپږو ګروپونو کې فعاليت کوي:
د پرانيستې دولتدارۍ د مشارکت غړيتوب بهير په لاندې ډول دی:
د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت کې د ګډون لهپاره اساسي معيارونه په لومړي ګام کې په شرایطو برابروالی او په بريا سره د ارزونو او پلټنو بهير بشپړول دی. پر شرایطو برابروالي لهپاره اساسي شرایط د پرانيستې دولتدارۍ په څلورو کليدي برخو کې ( مالي روڼتيا، معلوماتو ته لاسرسی، د ملکي خدمتونو مامورينو او لوړ رتبه دولتي چارواکيو د شتمنيو ثبت او خپرول او د هېوادوالو مشارکت) د حکومت فعاليت دی. د پراستې دولتدارۍ د مشارکت ارزښتونو پلټنه له دې څخه د ډاډ ترلاسه کولو لهپاره هڅه ده چې نوي شامل شوي دولتونه د ډيمواکرټيکو دولتونو اوصولو او هغو ارزښتونو ته چې د پرانيستې دولتدارۍ په اعلاميه کې ورنه يادونه شوې، ژمن شي. دغه بهيرونه يوازې د هغو هېوادونو لهپاره دي چې لا يې د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت غړيټوب نه وي ترلاسه کړی.
هېوادونه کولی شي د څلورو پورتنيو معيارونو په برخه کې له خپلو فعاليتونو څخه په ټوليز ډول ۱۶ او که چېرې يو له دغو معيارونو څخه ونه پلټل شي، ۱۲ نمرې ترلاسه کړي. هغه هېوادونه چې ۷۵ سلنه ( له ۱۶ څخه ۱۲ او يا هم ۹ نمرې) يا له دې نه زياتې نمرې ترلاسه کړي، د شرایطو پوره کولو اساسي معيارونه ترلاسه کوي.
د پرانيسي دولتدارۍ د غړيو هېوادونو الزامات:
لومړی: د پرانيستې دولتدارۍ د مشارکت فورم تشکيل
هېوادونه د غړيتوب له ترلاسه کولو وروسته ملزم دي څو د پرانيستې دولتدارۍ د مشارکت داسې فورم تشکيل کړي چې په هغه کې د حکومت، خصوصي سکټور، مدني ټولنې او اکاډميکو انسټيټيوټونو استازي شامل وي. د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت اصولو مطابق، په فورم کې د دولتي او نادولتي بنسټونو د استازي مساوي غړيتوب اړين دی. د پرانيستې دولتدارۍ د مشارکت فورم دنده د « ملي عمل پروګرام» تدوين، تطبیق او څارنه ده.
دويم: د ملي عمل پروګرام تدوين او تطبیق:
د ملي عمل پروګرام بايد داسې طرحه شي چې د عامه پاليسيو په پراختيا کې روڼتيا، حسابورکونه او د هېودوالو ګډون زيات کړي. د ملي عمل پروګرام د يوې دوه کلنۍ دورې لهپاره تدوينېږي چې عموماً ۵ ـ ۱۵ ژمنې رانغاړي. د پرانيستې دولتدارۍ د مشارکت لارښود پر بنسټ، د ملي عمل پروګرام بايد د پرانيستې دولتدارۍ د مشارکت فورم کې په ډيموکراټيکه طريقه طرحه او تصويب شي. د پرانيستې دولتدارۍ د مشارکت فورم لهخوا د ملي عمل پروګرام له نهايي کيدو وروسته، دغه پروګرام د هېواد د کابينې لهخوا تصويب اوتطبيقېږي.
درېيم: د ارزونې طريقې:
د ملي عمل پروګرام د تطبیق څرنګوالی د پرانيستې دولتدارۍ د مشارکت له لارښود سره سم په دوه ډوله ارزول کېږي:
لومړی: ځاني ارزونه:
حکومتونه اړتيا لري څو له هرې دوه کلنې دورې وروسته د ملي عمل پروګرام لهپاره د ځاني ارزونې د پای دورې ريپورټ بشپړ کړي. حکومتونه همدارنګه مسووليت لري څو په منظمه توګه په آنلاين ډول د همکاريو په بهير او د ژمنو بشپړولو په اړه معلومات او شواهد خپاره کړي.
دويم: خپلواکه ارزونه:
د خپلواکې ارزونې ميکانيزم پر بنسټ د ملي عمل پروګرام په دوه کلنه دوره کې دوه ريپورټونه وړاندې کوي. د ملي عمل پروګرام د استولو په تعقيب د مي او جولای مياشتو ترمنځ د خپلواکې ارزونې ميکانيزم د هغه د طرحې ريپورټ وړاندې کوي. دغه ريپورټ کې د همکاريو بهير ارزونه، د عمل پروګرام حدود او د ژمنو طرحې شاملې دي. د ملي عمل پروګرام د تطبیق له پايته رسيدو نهه مياشتې وروسته، د هغه تطبيقي ريپورټ وړاندې کېږي. دغه ريپورټ د دوو کلنو په ترڅ کې د ملي عمل پروګرام پر مختګونو او ترلاسه شويو پايلو تمرکز کوي.