د افغانستان د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ۱۳۹۵ کال د ليندۍ په ۱۸ مه(د۲۰۱۶  کال د ډسمبر ۸مه) د ۸۸ سلنې معیارونو په بشپړولو سره د پرانيستې دولت‌دارۍ د مشارکت غړیتوب ترلاسه کړ.  افغانستان وتوانيد چې د روڼتیا په برخه کې ۴ نمرې، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ۴ نمرې، د هېوادوالو د مشارکت په برخه کې ۲ نمرې او د لوړپوړو دولتي چارواکيو (  د ملکي خدمتونو مامورین او لوړپوري حکومتي چارواکي) د شتمنیو ثبت او خپرولو په برخه کې ۴ نمرې چې د ټولو ۱۶ نمرو له ټولګې څخه ۱۴ نمرې کېږي، ترلاسه کړې دي. افغانستان د پرانيستې دولت‌دارۍ د مشارکت غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د لوی ریاست په چوکاټ کې "د پرانيستې دولت‌دارۍ سکرتریت" جوړ کړ.

د پرانيستې دولت‌دارۍ سکرتریت:

 

د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ سکرتریت مؤظف دی، څو د پرانيستې دولت‌دارۍ د مشارکت لارښوونو پر بنسټ د افغانستان اسلامي جمهوریت د ژمنو عملي کولو له‌پاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. دغه سکرتریت نه یوازې د پرانيستې دولت‌دارۍ د مشارکت فورم جوړېدو او د ملي عمل پروګرام د تدوین پر مهال لازمې اسانتیاوې برابروي؛ بلکې د ملي عمل لومړني پروګرام د تطبیق له بهير څخه هم ملاتړ کوي.  

د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ د مشارکت فورم (ټولګه):

د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ د مشارکت فورم د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۶ کال د تلې ۱۰ مې نېټې د ۱۷۱ شمېرې حکم پر بنسټ جوړ شوی دی. دغه فورم ۳۴ غړي لري، چې ۱۷ یې دولتي او ۱۷ نور یې نادودلتي دي. ۱۷ دولتي غړي یې د دولتي ادارو له معینانو او د پلان او پالیسیو له مسؤولینو څخه دي، چې د پرانيستې دولت‌دارۍ د مشارکت له اهدافو سره په مرتبط ډول فعالیت کوي.په ۱۷ نادولتي غړيو کې ۱۵ تنه يې د مدني ټولنو بنسټونو، يو تن  يې د خصوصي سکتور او يو تن يې هم د اکاډمیکو بنسټونو استازی دی. د مدني ټولنې بنسټونو غړي د «غوراوي کمېټې» له‌خوا چې د مدني ټولنې بنسټونو ترمنځ د ډیموکراتیکو ټاکنو په پایله کې، رامنځته شوې، غوره او معرفي کېږي. دغه کمېټه د غړیتوب غوښتنلیک ترتیبوي او د ۱۴ ورځو له‌پاره یې اعلان ته ږدي. چې په پايله کې د ۲۶ غوښتنلیکونو له ترلاسه کولو وروسته، د کمېټې له لوري د غړیتوب له‌پاره ۱۵ تنه استازي غوره او معرفي شول. د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ فورم کې عمومي ټولګه، اداري پلاوی او ۷ کاري ګروپونه شامل دي چې بېلګه يې په لاندې ډول انځور شوې ده:

http://ogpa.net/uploads/ogpa_models/model_pa.jpg

عمومي فورم د افغانستان د پرانستې دولت‌دارۍ مشارکت د تصميم‌نيونې تر ټولو عالي مرجع ده.د « ملي عمل پروګرام» تدوين، تطبیق او له تطبیق څخه څارنه د عمومي فورم له صلاحيتونو څخه دي. د افغانستان پرانستې دولت‌دارۍ د مشارکت فورم اداري پلاوی د فورم اداري چارو د پرمخ بيولو او د هغه د مصوباتو د عملي کولو مسووليت لري.

د پرانستې دولت‌دارۍ د مشارکت فورم کاري ګروپونو په اړه جزئیات په لاندې ډول دي:

  1. د قانون حاکمیت کاري ګروپ ؛
  2. د حکومتدارۍ او مالي مدیریت کاري ګروپ؛ 
  3. د بشري سرچېنو د پراختيا کاري ګروپ؛
  4. د زېربناوو پراختياکاري ګروپ؛
  5. د امنیت، سولې او بيا يوځای کيدو کاري ګروپ؛
  6.  د کرنې او کلیو پراختیا کاري ګروپ؛ او 
  7.  د خصوصي سکتور د پراختيا کاري ګروپ. 

 

د یادونې ده، چې د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ د مشارکت فورم د ۱۳۹۶ کال د  تلې په ۱۱ مه ( د ۲۰۱۷ کال داکتوبر درېيمه) د کابینې د غړيو، د ملي شورا استازيو، په کابل کې د مېشتو سفیرانو او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د ځانګړي استازي په ګډون رسماً د افغانستان د جلالتمآب جمهور رئیس، محمد اشرف غني له‌خوا پرانستل شو.